د پنجشېر په درې ولسوالیو کې ۳۰ بستریز روغتیایی مرکزونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې ۳۰ بستریز روغتیایی مرکزونه جوړیږی.

د مسوولینو په خبره دغه مرکزونه د پنجشېر د پریان، درې او لومړۍ حصې ولسوالیو په هغه سیمو کې جوړیږی چې له دې وړاندې یې اوسېدونکو په سختۍ د نورو ولسوالیو روغتیایی مرکزونو ته خپل ناروغان وړل او د لومړنیو روغتیایی خدمتونو پرته یې بستر روغتیایی خدمتونه نه درلودل.

په ورته مهال تېره ورځ د یادو روغتیایی مرکزونو لپاره یو شمېر ولسی خلکو خپلې ځمکې وقف کړې او ولایتی ادارې ته یې ډاډ ورکړ، چې د یادو روغتیایی مرکزونو لپاره به خپله همکاری نه سپموی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.