کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست ته ۱۰۰ زره ټوکه درسی کتابونه لېږل شوی دی.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولانا غلام ایشان د دغو کتابونو په لېږلو خوښی څرګنده کړې او ویلی یې دی، چې د دغو کتابونو په ترلاسه کولو سره به په راتلونکی کې د زده کوونکو ۸۵ سلنه ستونزې هوارې شی.
پنجشېر ولایت ته دغه یو لک درسی کتابونه په داسې مهال لېږل کیږی، چې له لسیزو راهیسې افغانستان کې زده کوونکی د درسی کتابونو د کمښت له امله ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ