کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په کوربتوب روان ۲۰۲۳ نړیوال کرکټ پنځوس اوریز جام سیالیو کې نن ماسپښین افغان کرکټ ملی لوبډله له سریلانکا لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږی.
افغان کرکټ بورډ ویلی، له انګلستان او پاکستان څخه د افغان لوبډلې بریاوو سره د لوبغاړو مورال لوړ شوی او د سریلانکا پر وړاندې لوبې ته بشپړ چمتوالی لری.
د دوی په خبره تمه شته، چې په دې لوبه کې هم افغان لوبډله د سریلانکا پر وړاندې بریا ترلاسه کړی.
افغان لوبډلې روان نړیوال جام کې بنګلدیش، هند او نیوزلینډ ته لوبې بایللی، خو دوه قوی لوبډلو انګلستان او پاکستان ته یې ماتې ورکړې ده.
افغان لوبډله له سریلانکا سره په ۱۱ یو ورځنیو لوبو کې مخامخ شوی، چې درې یې ګټلی، اووه یې بایللی او یوه لوبه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ