-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی کابل ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال په مرکز کابل او ولایاتو کې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونیز څار ریاست له مسوولینو سره کتنه ترسره کړې ده.
د راپور پر بنسټ، نوموړی دغه کتنه کې د یاد وزارت په اداری تشکیل کې پر وروستیو بدلونونو او جوړښت خبرې کړې دی.
ارګ ویلی، په دې لیدنه کې سیاسی مرستیال زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت د پالیسۍ له مخې به د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې ګوښه نه شی او د بدلونونو پر مهال به په نورو مناسبو موقفونو کې پر دندو ګمارل کیږی.
دغه راز د ښوونیز بهیر څار ریاست کارکوونکو بیا غوښتنه کړې، چې د پوهنې وزارت په تشکیل کې دې د سرپرست حکومت لومړنۍ طرحه تطبیق شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ