کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پوهنې وزیر د پوهنې وزیرانو دوهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه په رسمی سفر روسیې ته ولاړ.
د خبر پر بنسټ دغه څلور ورځنۍ غونډه د روسیې په کازان ښار کې ترسره کیږی.
دغې فورم کې به د پوهنې وزیر د افغانستان ښوونیز وضعیت، لاس ته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړی.
نوموړی به د دې فورم څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره لیدنې – کتنې هم ولری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ