کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خېبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی وایی، د هغو ځوانانو روغتیایی وضعیت نازک دی، چې د جرګې د تنظیم پر مهال پرې د پاکستانی پولیسو له لوری ډزې شوی.
د خبر پر بنسټ پاکستانی پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز هم پر خلکو کارولی دی.
دوی د دغو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.
د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې پولیسو یې د ملګرو وسایل هم له ځان سره وړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پام کې لری چې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه په خېبر سیمه کې د پاکستان حکومت د چلند پر وړاندې “قامی محکمه یا جرګه” جوړه کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ