کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا مرکزی زندان مسوولینو ویلی، چې په لومړی ځل د زندانیانو لپاره د حرفوی زده کړو مرکز پرانېستل شو.
د نوموړی په وینا، دا مهال په زندان کې د تخنیکی زده کړو امریت په مرسته په لومړی ځل د حرفوی زده کړو مرکز په زندان کې پرانیست، چې د موټرسایکل جوړولو برخه کې زده کړې ورکول کیږی.
د پکتیکا د مسلکی او تخنیکی زده کړو د ادارې امر بیا ویلی، چې نږدې راتلونکو ورځو کې به زندانیانو ته د فلزکارۍ، سولر برېښنا او ځینو نورو برخو کې هم حرفوی زده کړې پیل کړی.
د مسوولینو په وینا، د حرفوی زده کړو په ترلاسه کېدو سره به یاد کسان زندان څخه تر خلاصیدو وروسته خپله کاروبار کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ