د پکتیا د پنځو ولسوالیو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیا ولایت په احمد آبا، میرزکې، اریوب ځاځی، احمدخېلو او څمکنیو ولسوالیو کې د نږدې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو شپږ شبکې جوړېږی، چې په جوړېدو سره به یې ۱۹ سوه ۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شی.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکی وایی، په ډېری سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو نشتون له امله له ککړو اوبو استفاده کوی، چې له امله یې خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد ډېری سیمې په تېرو څو کلونو کې وچکالیو سختې ځپلې دی او د کرکیلې د پیکه کېدو تر څنګ یې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ستونزمن کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.