د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې یو ټن تاریخ تېر درمل، خوراکی او غیر خوراکی توکی وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې پر درملتونونو او هټیو د کنترول مدیریت لخوا یو ټُن او ۶۰ قلمه بېلابېل راټول کړل شوی تاریخ تېر درمل، خوراکی او غیر خوراکی توکې وسوځول شول.
د خبر پر بنسټ، د احمدابا ولسوالۍ د کنترول مدیر د دغو توکو سوځولو پرمهال ویلی، چې دغه تاریخ تېر توکې یې د درملتونونو مسوولینو او هټیوالو په همکارۍ د ټاکل شوې اتحادیې لخوا د څو میاشتو په جریان کې راټول کړی وو.
خبر زیاتوی، چې په یادو تاریخ تېرو موادو کې مختلف درمل خوراکی او غیر خوراکی توکی شامل وو، چې د اړوندې مسوولینو په موجودیت کې له منځه یوړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.