د پکتیا پوهنې رییس وایی، د خیالی ښوونکو او ټولګیو مخه یې نیولې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، چې ښوونځیو کې یې هغه ښوونکی چې په خیالی ډول په دندو ګمارل شوی ؤ، تشخیص کړی او مخه یې نیولې ده.
د پکتیا پوهنې رییس ویلی، د دې ریاست تشکیل د تصفیې له مخې هغه ښوونکی تشخیص کړی، چې پخوا په خیالی توګه په دندو ګمارل شوی ؤ، هغه زیاته کړې د دې سربېره د خیالی ټولګیو مخنیوی هم شوی دی.
د پوهنې رییس زیاته کړې، ټول هغه مالی حسابونه او کوډونه چې په غیر قانونی توګه پخوا له یوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته انتقال شوی ؤ، تشخیص کړی او بېرته یې خپلو قانونی ځایونونه ته انتقال کړی.
د پکتیا پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې ټولې ۱۱۸ لېسې، ۷۸ منځنی او ۱۷۴ لومړنی ښوونځی شتون لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.