د پکتیکا او خوست زلزله؛ د ځانی تلفاتو تازه خپاره شوی ارقام

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ ۱۴مه او د جولای ۵مه نېټه ده) د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، تېر یوه اوونۍ د پکتیکا او خوست روغتونونو ته څه باندې ۱۴۰۰ ټپیان لېږدول شوی.
دغه سازمان د پکتیکا او خوست د زلزلو په اړه تازه ارقام خپاره کړی.
ډبلیو اچ او ویلی، پخوانی ارقام چې د جون په ۲۸مه اعلان شوی وو د زلزلې له امله د ټپیانو شمېر ۲۹۴۹ ته رسېده او د مړو ۱۰۳۶ تنه وو.
د دغه سازمان په وینا له هغه وخت راهیسې په روغتونونو کې څوک نه دی مړه شوی خو ۱۴۰۴ تنه نوی ټپیان لېږدول شوی چې ورسره د ټولو ټپیانو شمېر ۶۰۸۳ ته پورته شو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.