د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې ۳۸ بابه نوی جوړ کورونه زلزله ځپلو ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
دغه ولایت کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مطیع الله منصور ویلی، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې ۳۸ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ او ور وسپارل شول.
نوموړی زیاته کړې چې دغه کورونه د ترکیې خیریه بنسټ په مالی ملاتړ د ۵ لکه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې پرون خپلو مالکانو ته وسپارل شول.
په ورته مهال د دې ولسوالۍ نور زلزله ځپلی خلک له سختې یخنۍ او بې سرپناهۍ شکایت کوی.
دوی وایی چې که یې ژر تر ژره د کورونو غم ونه خوړل شی، نو یخنی به تر زلزلې ډېر تلفات ور واړوی.
دغه سیمه کې په کراتو د سختې زلزلې له امله په سلګونو خلکو ژوند وبایله او په زرګونو کورونه ویجاړ شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.