کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پکتیکا کې طبیعی پېښو ته د رسېدو ریاست ویلی، چې د دې ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یې د آسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالې ادارې په مالی ملاتړ د ۱۰.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ کورنه جوړ او زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم د بېلابېلو نړیوالو موسساتو له لوری په دغه ولایت کې د نورو بشری مرستو سربېره زلزله ځپلو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړ او پر ځینو یې لاهم کار روان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ