معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیکا په ګیان ولسوالي کې د ګرومایټ کان د استخراج چارې پیل شوې

د پکتیکا په ګیان ولسوالي کې د ګرومایټ کان د استخراج چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له لورې په ګیان ولسوالي کې د ګرومایټ کان د استخراج چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ یاد کان به د پنځو کالو په موده کې ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراج کړي، چې ۵۰ تنه کاریګرو ته په کې د کار کولو زمینه هم برابریږي.
دغو مراسمو کې د پکتیکا والي ویلي، چې پکتیکا د کانونو په برخه زیات ذخایر لرې، چې دوی به ترې د هېواد د بهبود او ابادۍ لپاره ګټه واخلي.
د کرومایټ دغه کان د پېټرا راک د کانونو د استخراج پروسېس شرکت ته د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد باندې ورکړل شوی، چې له یادو ۶۷ میلیونو افغانیو څخه به ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په یاده سیمه کې اجتماعي کارونه ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس