د پکتیکا په ګیان ولسوالی کې د ګرومایټ کان د استخراج چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له لورې په ګیان ولسوالی کې د ګرومایټ کان د استخراج چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ یاد کان به د پنځو کالو په موده کې ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراج کړی، چې ۵۰ تنه کاریګرو ته په کې د کار کولو زمینه هم برابریږی.
دغو مراسمو کې د پکتیکا والی ویلی، چې پکتیکا د کانونو په برخه زیات ذخایر لرې، چې دوی به ترې د هېواد د بهبود او ابادۍ لپاره ګټه واخلی.
د کرومایټ دغه کان د پېټرا راک د کانونو د استخراج پروسېس شرکت ته د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد باندې ورکړل شوی، چې له یادو ۶۷ میلیونو افغانیو څخه به ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په یاده سیمه کې اجتماعی کارونه ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.