کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه ښار کې د یوه فرعی سرک چارې د پکتیکا والی له لوری د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
د ښار لوېدیځې څنډې ته د غزنی او کټواز عمومی سرکونو نښلونکی سرک د جوړېدو چارې تېره ورځ رسمآ پیل شوې، چې د دې ولایت څو تنو شخصی تجارانو له لوری د ښاروالی ریاست په همکارۍ په پاخه او اساسی ډول جوړیږی.
د سرک جوړېدو د پیل په مراسمو کې د پکتیکا والی ترڅنګ، د ښرنې ښاروال، د بېلابېلو ملکی ادارو مسوولینو او د ښرنې تجارانو برخه لرله.
یاد سرک ته نېږدې د مارکېټونو مالکین چې د دې سرک جوړولو ته یې مټې بډوهلې وایی، د دوو میاشتو په موده کې به د کټواز او غزنی عمومی سرکونو نښلونکی سرک چارې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت، په پاخه او اساسی ډول، د اسیا ارګونوال قراردادی شرکت له لوری په سم او لوړ کېفیت پشپړوی.
د یادونې ده چې ښرنې ښاروالی ریاست په دې وروستیو کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار اړوند بېلابېلې پروژې پیل کړې
چې ځینې یې بشپړې شوې او ځینې نورې به یې په راتلونکی کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ