د څلور هېوادونو چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران، چین او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو ۷۹مې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، دغه څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان د وروستی وضعیت، افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پایلو، ایران کې د افغان کډوالو، افغانستان سره د نړیوالو مرستو او د افغانستان د امنیتی وضعیت په اړه خبرې شوی.

خبرپاڼه کې راغلی، دغه ناسته د ایران په غوښتنه او مشرۍ ترسره شوې، چې د یوې ۱۹ ماده ییزې اعلامیې په صادرولو سره پای ته رسېدلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.