کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې د افغان سوداګرو د نه تاوانی کېدو او پر یوه ترانزیټی مسیر د نه تکیه والی په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دی.
نوموړی زیاتوی، چې د چابهار بندر د ظرفیت لوړولو او له افغانستان سره د دغه مسیر د اوسپنې پټلۍ په فعالېدو سره به د افغان سوداګرو ستونزې تر ډېره بریده حل شی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایی، چې په چابهار بندر کې د شته ستونزو په حلېدو سره د افغانستان د سوداګرۍ او نړیوال ټرانزېټ بهیر هم پراختیا ومومی.
چارواکو د چابهار ـ نیمروز د رېل پټلۍ د پروژې چې اوسمهال یې په ایران کې د جوړېدو کار روان دی، د ژر تر ژره بشپړېدو خبر ورکړی او دغه پروژه یې د سوداګرۍ او ټرنزېټ د پراختیا او دغه راز د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد د اسانتیاوو لپاره د دې ادارې په بنسټیزو لومړیتوبونو کې شامله بللې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ