معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چاریکار نوم بدلون باندې یو شمېر افغانانو نیوکې کړي:

د چاریکار نوم بدلون باندې یو شمېر افغانانو نیوکې کړي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۶):
د نوي حکومت لخوا د پروان چارېکار ښار نوم په امام ابو حنیفه باندې د بدلون له امله ځینو افغانانو نیوکې کړي.
دوی وایي، د ابادو ښارونو نوم بدلون پرځای دې نوې ابادۍ ترسره او بیا دې پر دغو نومونو مسما کړل شي.
د دوی په خبره تاریخي او فرهنګي مواردو کې چې د خلکو او د یوې سیمې د ارزښتونو ښکارندويي کوي، حد اقل اوس وخت لپاره باید په خپل ځای پرېښودل شي، اما بل لور بیا د والي ویاند ویلي چې چارېکار نه فرهنګي، نه علمي او نه هم کوم تاریخي نوم و.
د حقوق پوهانو له نظره د سیمو او لویو ښارونو د نومولو او نوم بدلولو په اړه پرېکړو کې باید لویه ونډه ولسي مشرانو او مخورو ته ورکړل شي، خو حکومتي مسوولین بیا وایي، د نوم دغه بدلون یې له قومي مخورو او فرهنګیانو سره تر سلا مشورو وروسته کړی دی.
د پروان د والي ویاند حکمت الله شمیم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پروان د مرکز نوی نوم یې په یوه غونډه کې تر مشورو وروسته د خپل امیر هبة الله اخندزاده په امر او اجازه تېره پنجشنبه بدل کړی دی.
امام ابو حنیفه چې په امام اعظم باندې هم مشهور دی، د اسلام مبین دین یو له لویو او مخکښو امامانو ګڼل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس