د چاریکار نوم بدلون باندې یو شمېر افغانانو نیوکې کړی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۶):
د نوی حکومت لخوا د پروان چارېکار ښار نوم په امام ابو حنیفه باندې د بدلون له امله ځینو افغانانو نیوکې کړی.
دوی وایی، د ابادو ښارونو نوم بدلون پرځای دې نوې ابادۍ ترسره او بیا دې پر دغو نومونو مسما کړل شی.
د دوی په خبره تاریخی او فرهنګی مواردو کې چې د خلکو او د یوې سیمې د ارزښتونو ښکارندویی کوی، حد اقل اوس وخت لپاره باید په خپل ځای پرېښودل شی، اما بل لور بیا د والی ویاند ویلی چې چارېکار نه فرهنګی، نه علمی او نه هم کوم تاریخی نوم و.
د حقوق پوهانو له نظره د سیمو او لویو ښارونو د نومولو او نوم بدلولو په اړه پرېکړو کې باید لویه ونډه ولسی مشرانو او مخورو ته ورکړل شی، خو حکومتی مسوولین بیا وایی، د نوم دغه بدلون یې له قومی مخورو او فرهنګیانو سره تر سلا مشورو وروسته کړی دی.
د پروان د والی ویاند حکمت الله شمیم له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې د پروان د مرکز نوی نوم یې په یوه غونډه کې تر مشورو وروسته د خپل امیر هبه الله اخندزاده په امر او اجازه تېره پنجشنبه بدل کړی دی.
امام ابو حنیفه چې په امام اعظم باندې هم مشهور دی، د اسلام مبین دین یو له لویو او مخکښو امامانو ګڼل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.