کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۶):
دغه اداره وایی، تېره یوه میاشت کې د کابل هوا د پخوا پرتله ډېره ککړه شوې ده.
د دوی په خبره د چاپېریال ساتنې ملی اداره د ککړې هوا د کچې معلومولو لپاره کافی وسایل نه لری.
د دغې ادارې د مسوولینو په وینا کابل کې د خلکو له لوری د سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، پلاستیکی او نورو دغه ډول توکو سوځول د پلازمېنې کابل هوا ډېره ککړه کړې ده.
د راپورونو له مخې کابل کې د ککړې هوا له امله ناروغۍ هم زور موندلی دی.
بل لور بیا د کابل ښاروالۍ وایی، د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې یې د ککړې هوا د مخنیوی په موخه د فلترونو د نصبولو په تړاو څېړنې روانې کړې دی.
کابل کې د ژمی په رسېدو سره د یخنۍ رفع کولو په موخه د ډبرو سکرو، پلاستیکی موادو او نور سون توکی کاروی چې له امله یې د واورې تر کېدو پورې د هوا د ککړتیا کچه لوړه وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!
گهیځ