د چاپېریال ساتنې یوه نړیوال بنسټ افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړی کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولینو ویلی، چې د چاپېریال ساتنې یوه نړیوال بنسټ د ځنګل کرنې او د معیشت ښه کېدو له لارې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم د بدلون ځواب ویلو پروژې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړی دی.

د چاپیریال ساتنې ملی ادارې د اقلیمی بدلون رییس روح‌ الله امین ویلی، دغه بودیجه د نړیوال چاپېریال اسانتیاوو (GEF) لخوا د کم پرمختللو هېوادونو صندوق شورا (LDCF) ناسته کې تصویب شوې ده.

ښاغلی امین زیاته کړې، دغه پروژه به پنځو کلونو کې د کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلی شی، چې موخه یې اقلیمی بدلون پر وړاندې ځنګل کرنې پیاوړتیا او اطرافی ټولنو معیشت ښه کېدل دی.

افغانستان اوسمهال د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په بد چاپېریالی وضعیت کې قرار لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.