کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان حکومت له لوری د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبری کېدو په غبرګون کې د پیل شوی پرلت سل ورځې بشپړېدونکې دی.
د خبر پر بنسټ، دغو پرلت والو چې له نږدې سلو ورځو راهیسې د پاکستان د یادې پرېکړی په غبرګون کې پرلت پیل کړی، نن یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.
د چمن پرلتوال وایی، د نه خوړو اعتصاب به یې تر هغه وخته دوام وکړی، څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبری کېدو پرېکړه نه وی اخیستې.
نږدې سل ورځې پوره کیږی چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبری کېدو په غبرګون کې د چمن ځایی اوسېدونکو، سوداګرو او سیاسی ګوندونو پرلت وهلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ