کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چمن پرلت کوونکی چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبری کېدو په غبرګون کې پرلت کړی وایی، که غوښتنې یې ونه منل شی، د ټولو دولتی ادارو مخې ته به پرلت ووهی او په ټاکنو کې به ګډون ونه کړی.
د خبر پر بنسټ، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوری د پاسپورټ جبری کېدو په غبرګون کې د اوږده مهال پرلت ګډونوال د هرې ورځې په تېرېدو زغم له لاسه ورکوی.
د چمن د پرلت سرلاری غوث الله اڅکزی د پرلت وهلو په ۱۱۴ مه ورځ پرلتوالو ته په وینا کې ویلی، چې د پاکستان حکومت په ګډون د چمن یو شمېر مشرانو، سیاسیونو او د دینی عالمانو له لوری په یوه او بله پلمه تېر وېستل کیږی.
پاکستانی ریاست تر دا دمه د دغو پرلت کوونکو د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ