معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د چمپینز ټرافي لوبو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا نوې پرېکړې کړي

د چمپینز ټرافي لوبو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا نوې پرېکړې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا   ICCد چمپینز ټرافي سیالیو په تړاو نوې پرېکړې کړې، چې په نړیوالو رسنیو کې یې ځانګړې پاملرنه راجلب کړې ده.

په دې پرېکړو کې د کوربه هېواد پاکستان پر نوم د هند د مخالفت موضوع مهمه یاده شوې ده.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د ICC پلان سره سم د چمپینز ټرافي د ګډون کوونکو ټولو لوبډلو پر کمیسونو د کوربه هېواد نوم ولیکل شي، خو هند دا پرېکړه رد کړې او خپل کمیسونه یې د پاکستان له نوم پرته وړاندې کړي.

په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې پاکستان به د چمپینز ټرافۍ یوازینی کوربه هېواد وي، خو د هند د مخالفت له امله متحده عربي امارات هم کوربنو هېوادونو کې شامل کړای شو.

د هند لوبډله به خپلې ټولې ګروپي لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کوي او که چېرې هند او پاکستان فاینل ته ورسیږي، پاکستان به هم اماراتو ته ځي.

چمپینز ټرافي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۹مه پیل او د مارچ تر ۹مې دوام کوي.

د افغانستان به لومړۍ لوبه د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا او دوهمه به د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ سره ترسره کړي.

د چمپینز ټرافي د لوبو دې پرېکړو په نړیوال کرکټ کې د سیاسي او ورزشي اړیکو نوې موضوعات راپورته کړي، چې د راتلونکو سیالیو لپاره یې لا زیات تجسس پیدا کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس