کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا ICCد چمپینز ټرافی سیالیو په تړاو نوې پرېکړې کړې، چې په نړیوالو رسنیو کې یې ځانګړې پاملرنه راجلب کړې ده.
په دې پرېکړو کې د کوربه هېواد پاکستان پر نوم د هند د مخالفت موضوع مهمه یاده شوې ده.
هندی رسنیو راپور ورکړی، چې د ICC پلان سره سم د چمپینز ټرافی د ګډون کوونکو ټولو لوبډلو پر کمیسونو د کوربه هېواد نوم ولیکل شی، خو هند دا پرېکړه رد کړې او خپل کمیسونه یې د پاکستان له نوم پرته وړاندې کړی.
په لومړی سر کې ټاکل شوې وه چې پاکستان به د چمپینز ټرافۍ یوازینی کوربه هېواد وی، خو د هند د مخالفت له امله متحده عربی امارات هم کوربنو هېوادونو کې شامل کړای شو.
د هند لوبډله به خپلې ټولې ګروپی لوبې په متحده عربی اماراتو کې ترسره کوی او که چېرې هند او پاکستان فاینل ته ورسیږی، پاکستان به هم اماراتو ته ځی.
چمپینز ټرافی سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د فبروری په ۱۹مه پیل او د مارچ تر ۹مې دوام کوی.
د افغانستان به لومړۍ لوبه د فبروری په ۲۱مه له جنوبی افریقا او دوهمه به د فبروری په ۲۶مه له انګلینډ سره ترسره کړی.
د چمپینز ټرافی د لوبو دې پرېکړو په نړیوال کرکټ کې د سیاسی او ورزشی اړیکو نوې موضوعات راپورته کړی، چې د راتلونکو سیالیو لپاره یې لا زیات تجسس پیدا کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ