د چین او افغانستان ترمنځ به ډېر ژر بېرته هوایی لیکه فعاله شی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) له چین سره به د افغانستان هوایی لیکه یو ځل بیا فعاله شی.
دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې له خپل افغانی سیال مولوی امیرخان متقی سره په ټلیفونی خبرو کې کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې نږدې راتلونکی کې به افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې لړۍ پیل، افغان محصلینو ته به دغه هېواد ته د بېرته ګرځېدو زمینه برابره او د چین او افغانستان ترمنځ به ډېر ژر بېرته هوایی لیکه هم فعاله شی.
په دې خبرو کې دواړو لورو پر هر اړخیزو سیاسی اړیکو هم بحث کړی، وانګ یې ویلی، چې هېواد یې پر افغانستان لګېدولو بندیزونو سره مخالف دی.
د وانګ یې په وینا، چینایی پوهنتونو کې افغان محصلین به بېرته خپلو زده کړو ته راوګرځی او دوی به ژر تر ژره دا زمینه ورته برابروی.
نوموړی دا هم ویلی، چې بیجنګ کې افغان سفارت ښه فعالیت کوی او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ښه رول لوبوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.