د چیلی هېواد په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېره ۴۶ تنو ته لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې NBC ‏نیوز رسنۍ د چیلی هېواد ولسمشر ګابریل بوریک له قوله ویلی، چې د چیلی په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله د مړو شویو شمېر ۴۶ تنو ته لوړ شوی.

د خبر پر بنسټ د دې هېواد ولسمشر زیاته کړې، چې کېدای شی د مړو شویو کسانو شمېر له دې هم ډېر شی.

تېره ورځ د چیلی کورنیو چارو وزیرې کارولینا توها یوه خبری کنفرانس کې وویل، چې اورلګېدو تر ۴۳ زره هکټاره زیاته ځمکه زیانمنه کړې او له ۱۱ سوو څخه ډېر کورونه یې اغېزمن کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.