کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بدلون ښیې، چې د تېرو ۲۵ ورځو په پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۲.۰۴ افغانۍ پورته شوی دی.
د خبر پر بنسټ، د وږی میاشتې په ۶مه نېټه د هېواد بازارونو کې یو ډالر ۷۰ افغانۍ او ۸۴ پوله تبادله کېده، خو اوس یو ډالر په ۶۸ افغانی او ۸۰ پوله تبادله کیږی.
مسوولین د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدلو لاملونه د افغانستان بانک له لوری د ډالرو پېرل او د اسعارو کنټرول، د صادراتو زیاتېدل او په هېواد کې د سیاسی امنیتی ثبات په ګوته کوی.
د دوی په باور د افغانیو ارزښت لوړېدو سره د وارداتی توکو قیمتونه هم ټیټ شوی او د خلکو د پېر توان هم ښه شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ