کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی پراختیا شرکت مسوولینو ویلی، چې د سرپل بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو پیسې به د قوش تیپې پر کانال ولګول شی.
د خبر پر بنسټ د یاد شرکت مسوولینو زیاته کړې، دغه اداره هڅه کوی چې د بلخاب د ډبرو سکرو د حوزې د کېندنې، را ایستنې او بارولو کار ته پراختیا ورکړی او په راتلونکی کې د دغه کار لپاره لا زیات مسلکی کارګر وګماری.
د مسوولینو په وینا دمګړۍ د ملی پراختیایی شرکت له لوری په دغه سیمه کې د سړک جوړونې کار هم دوام لری، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
مالیې وزارت بیا وایی، چې د سرپرست حکومت د بودیجې یوه برخه د ډبرو سکرو د کانونو له را ایستنې او صادراتو تمویلیږی.
د وروستیو اطلاعاتو پر اساس د سرپل د بلخاب ولسوالۍ غرونه نږدې یو نیم میلیارد ټنه ډبرو سکاره لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ