د ژبې د زده کړې حساسه دوره

د ژبې د زده کړې حساسه دوره
څېړندوی رحیم الله حریفال، د علومو اکاډمۍ غړی

لنډیز:
د یوې نوې ژبې زده کول ګڼې ګټې لری. دا ګټی له ټولنیزو او فرهنګی ګټو ور هغې خوا ته قدم ږدی. نوی علمی دلایل د دې خبرې ګواهی ورکوی چې د هغه انسان مغز چې له یوې ژبې څخه پر زیاتو ژبو پوهېږی، په داسې یو حالت کې واقع کېږی چې په هغه کې د دواړو ژبو سیسټمونه په ګډه فعالېږی، په ځانګړې توګه هغه وخت چې نوموړی کس له نورو سره د اړیکو ټینګولو او خبرو کولو اراده وکړی، ددغو دواړو سیسټمونو یو ځای فعالېدل پخوا کمزوری، د ضعف او خطر ټکی ګڼل کېدل او داسې تصور کېده چې مغز له یوه داخلی کړکېچ او جنګ سره لاس او ګرېوان دی او د دې لپاره چې تشخیص کړی له کوم سیسټم څخه ګټه واخلی، ډېره انرژی مصرفوی.
د دواړو سیسټمونو یو ځای فعاله کېدل او خطر د دې لامل شوی ؤ چې متخصصین والدینو ته داسې توصیه وکړی چې تر یو څه مودې پورې ماشومان له هغې فضا او چاپېریال څخه لرې وساتی چېرته چې څو ژبې ویل کېږی او یا هم د څو مختلفو ژبو ویونکی ژوند کوی.
له دغو کورنیو سره داسې تصور وو چې د ماشوم مغز تر اوسه پورې په کافی اندازه وده نه ده کړې، د دوو ژبو د بوج توانایی نه لری او د دواړو ژبو د سیسټمونو تر منځ کړکېچ او نزاع د دې لامل ګرځی چې دواړه ژبې کمزورې او ماشوم خپله مورنۍ ژبه نه شی زده کولای.
خو اوس دا خبره برعکس ده د دواړو سیسټمونو یو ځای فعاله کېدل نه یواځې دا چې د غټانو او ماشومانو په زیان نه دی، بلکې د هغوی له ودې سره مرسته کوی.
د ژبې د زده کړې حساسه دوره، هغې دورې ته ویل کېږی چې ماشوم کولای شی په ډېر سرعت او بشپړه توګه او حتی پرته له ښوونې او زده کړې څخه ژبه زده کړی.

سریزه:
که څه هم ژبپوهنه یو نوی علم دی، خو بیا هم په نړېواله کچه د ژبپوهنې په بېلابېلو څانګو کې ډېر علمی کار تر سره شوی دی، خو په پښتو ژبه کې څومره چې اړتیا ده، هغومره کار نه دی ترسره شوی. د عمومی ژبپوهنې مسایل نومی کتاب کې راغلی دی: «د نورو ټولنیزو علومو په پرتله په معاصر مفهوم ژبپوهنه، په ژبپوهنې پورې تړلی مسایل او د ژبپوهنې د بېلابېلو څانګو په اړه علمی بحثونه او څېړنې ډېره مخینه نه لری؛ خو دا چې د ژبپوهنې د علم موضوع او تړاو له انسانی ژبې او د ټولنیز ژوندانه له بېلابېلو اړخونو سره ډېرې نږدې او تلپاتې اړیکې لری، نو له همدغه امله د نړۍ د ډېرو پوهانو پام ور واوښت او په اړه یې خورا د ارزښت وړ څېړنې وشوې.(۱: ۱) د ژبې اروا پوهنه او همدارنګه د ژبې د زده کړې حساسه دوره او دې ته ورته د نورو موضوعګانو په اړه په نړیواله کچه ډېر کار شوی دی، خو په پښتو ژبه کې تر اوسه دا او دې ته ورته موضوعات د ژبپوهنې په برخه کې څومره چې اړتیا ده نه دی څېړل شوی.
که موږ خپلې ټولنې او هېواد ته ځېر شو، موږ دوه رسمی ژبې لرو چې پښتو او دری دی او د دغو رسمی ژبو د زده کړې لپاره په ښوونځیو کې ټاکلی مضمونونه لرو، خو کله چې پایلو ته ګورو متأسفانه په ښوونځیو کې د ژبې زده کړه نه تر سره کېږی. همدا ښوونځی دی چې زده کوونکی دې ته تیاروی، تر څو د لوړو زده کړو په مرحله کې د دواړو رسمی ژبو له مخې له ملی فرهنګ سره بلد شی او همدارنګه کله چې له پوهنتون څخه فارغېږی په کاری ډګر کې د هېواد له رسمی ژبو څخه ګټه واخلی. د رسمی ژبو تر څنګ نه یواځې زموږ په هېواد کې، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د نړیوالې ژبې په توګه د انګلیسی ژبې زده کړه لازمی او ضروری ده، خو د رسمی ژبو په څېر د انګلیسی ژبې زده کړه هم منفی ده. د دې ستونزې په عواملو به د مقالې په نورو برخو کې وغږېږو، په دې او دې ته ورته نورو ژبنیو موضوعاتو باندې لږ کار شوی دی، یا هم که په ټولیزه توګه ووایو (د ژبې ارواپوهنه) لږ څېړل شوې ده او اړوندو موضوعاتو ته یې پوهانو او څېړونکو کمه توجه کړې چې یوه موضوع به یې «د ژبې د زده کړې حساسه مرحله» ده چې په تفصیل سره بحث پرې وشی.
د څېړنې اهمیت او مبرمیت:
زموږ په ټولنه کې د دې موضوع په اړه تحقیقات او څېړنې لږې شوې دی او داسې تصور هم موجود دی چې په کم عمر کې باید ماشومان له خپلې مورنۍ ژبې پرته نورې ژبې زده نه کړی، ځکه چې د ماشوم مغز لا پوره وده نه ده کړې، نو کله چې زلمی شی، بیا دې د نورو ژبو زده کولو ته پرېښودل شی، خو په دې څېړنه کې به دا په ډاګه شی چې د ژبو د زده کړې د استعداد ځواکمنه مرحله له دوه کلنۍ بیا تر بلوغ پورې ده او په ماشومتوب کې به د ژبو د زده کړې ارزښت او اهمیت لا ښه جوت شی.
د څېړنې موخه:
پر خپلې مورنۍ ژبې سربېره د نورو ژبو زده کړه، په ټوله نړۍ کې ځانګړی ځای او ارزښت لری او د چا چې ډېرې ژبې زده وی، هغومره یې معلومات هم ډېر وی، نو موخه دا ده چې دغه مهمه چاره په خپل وخت کې تر سره شی. موږ او تاسو دې ته پام وکړو چې د ژبو د زده کړې حساسه مرحله له دوه کلنۍ بیا تر زلمیتوب پورې ده. دولت او کورنۍ دې ته ځانګړې پاملرنه وکړی، تر څو له زلمیتوب سره یو ځای زموږ زلمیان د نورو ژبو په زده کړې سره د علم او پوهې نوې نړۍ ته قدم کېږدی.
د څېړنې پوښتنې:
– د ژبې د زده کړې حساسه دوره د عمر کوم وخت دی؟
– ماشوم ته د ژبې د زده کړې کوم وخت مناسب او وړ دی؟
– په کم عمر کې سربېره په مورنۍ ژبې د نورو ژبو زده کړه ماشوم ته زیان رسوی او که ګټه؟
– د ژبې د زده کړې د پیل لپاره باید یوه ځانګړی عمر ته انتظار وکړو؟
د ژبې د زده کړې حساسه دوره:
یوه له هغو موضوعګانو څخه چې تر اوسه پورې یې په اړه اختلاف موجود دی، هغه د ژبې د زده کړې حساسه دوره ده چې (critical period)ورته ویل کېږی. د دغې نظریې پر بنسټ د ماشوم لپاره د ژبې د زده کړې دوره له دوه کلنۍ څخه نیولې بیا تر دولس کلنۍ پورې رسېږی، که ماشوم په دغه موده کې ژبه زده نه کړی، وروسته یې نه شی زده کولای.)۲) کله چې موږ د خپل هېواد ښوونیز نظام ته وګورو دغې موضوع ته په سمه توګه پام نه دی شوی. د ژبې زده کړه، د ښوونځی په لومړنیو کلونو کې نه پلې کېږی. دلته که وګورو ماشوم له دوه کلنۍ څخه په کور کې مورنۍ ژبه زده کوی، خو کله چې ښوونځی ته داخلېږی، هلته هم تر شپږو نورو کلونو پورې د دوهمې ژبې د زده کولو استعداد او وړتیا لری، دلته لکه زموږ د هېواد په څېر چې دوې رسمې ژبې لری چې پښتو او دری دی او همدارنګه انګلیسی هم چې د نړیوالې ژبې په توګه د مشترکې ژبې بڼه غوره کړې ده. د یادو ژبو د ښوونې او زده کړې لپاره په نصاب او همدارنګه په ښوونځیو کې توجه نده شوې. که له یوه لوری په مورنۍ ژبو زده کړو ته پام نه کېږی، له بلې خوا د دوهمې ژبې چې د هېواد دوه رسمی ژبې پښتو او دری دی هم د زده کولو لپاره یې ستراتېژی او برنامه نشته. ډېر محصلین او ځوانان ګورو چې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته په پښتو ژبه هېڅ نه پوهېږی او داسې کسان هم شته چې د انګلیسی ژبې زده کړه یې هم په نشت حساب ده. په اوسنۍ نړۍ کې چې د ساینس او ټکنالوژۍ پرمختیا ورځ تر بلې په ډېر سرعت سره پرمخ روانه ده، نو له نورې نړۍ سره د نږدې کېدو او د ادب، سیاست، هنر او په لسګونو نورو برخو کې که غواړو چې پرېمانه زېرمو ته لاس رسی ولرو، نو زما په اند د یوې نړیوالې ژبې په توګه د انګلیسی ژبې زده کول مهمه اړتیا ده.
«د ماشوم مغز د زېږېدو په وخت کې ډېر ناقص وی، خو په دوو لومړنیو کلونو کې په چټکۍ سره وده کوی. په دغو دوو کلونو کې تقریباً ۳۵۰ ٪ سلنه یې وزن زیاتېږی؛ یعنې څلور نیم برابره کېږی.
په داسې حال کې چې په لسو نورو کلونو کې د دغه وزن زیاتوالی یواځې ۳۵ ٪ سلنه دی. کله چې په دوه کلنۍ کې په ماشوم کې ژبه څرګندېږی. د مغز ۶۰ ٪ سلنه وده او رشد بشپړېږی او کله چې د ژبې د زده کړې دوره پای ته رسېږی یعنې بلوغ ته رسېږی، د مغز وده هم پای ته رسېږی.»( ۳ )
د ژبې د زده کړې د دورې محدودیت کېدای شی د مغز له نورو ځانګړتیاوو سره هم اړیکه ولری. انسان د تی لرونکو حیواناتو په ډله کې یواځې هغه حیوان دی کله چې د مغز په دوو نیمو کرو باندې کارونه تقسیمېږی، په دې معنا چې د هدایت ورکوونکی مرکز ځینې فعالیتونه د کرې په دوه نیمو برخو کې واقع دی.
«ژبه یوه له هغو فعالیتونو څخه ده چې د مغز د کیڼې نیمې کرې له خوا هدایت کېږی او لارښوونه یې په غاړه ده. په کیڼه نیمه کره کې د ژبې ځای پر ځای کېدل، داسې شی نه دی چې د ماشوم د ژبې د زده کړې له پیل څخه دې موجود وی، بلکې دا تخصصی چاره په تدریجی بڼه وروسته حاصلېږی.» ( ۴ )
په ماشومتوب کې دا جوړښتونه ډېر انعطاف منونکی وی، داسې چې کولای شی بېلابېلې دندې تر سره کړی. له همدې امله کله چې د مغز نیمې کیڼې کرې ته زیان رسېږی او ژبه له اختلال سره مخامخ کېږی، ښۍ نیمه کره مرستې ته راځی او د زیانمنو جوړښتونو کار پرمخ بیایی او جبرانوی یې، تر یو څه وخت وروسته بېرته عادی حالت ته ګرځی. خو دا انعطاف په تدریجی بڼه له منځه ځی او د ژبې د لارښوونې مرکز بېرته کیڼې نیمې کرې ته پرېښودل کېږی، تر څو چې د بلوغ تر مرحلې پورې وروستی حد ته رسېږی. د لنه برګ او ځینی نورو څېړونکو په نظر د مغز انعطاف کول او په یو لوری کې د ژبې د کنټرول بشپړېدل، یو بل هغه لامل دی چې د ژبې د زده کړې برېدونه تر بلوغ پورې محدودوی.
دلته کولای شو چې یوه مهمه پوښتنه مطرح کړو: آیا تر اوسه پورې داسې کومه پېښه لیدل شوې چې یوه انسان د ژبې د زده کړې د دورې تر پوره کېدلو وروسته د ژبې د زده کولو امکان له لاسه ورکړی وی؟ دا خو څرګنده ده چې په قصدی توګه نه شو کولای چې دا ډول آزمایښتونه په انسان وشی او که د دغې پوښتنې لپاره ځواب موجود وی، نو هغه باید د هغو ماشومانو په برخه کې مطالعه کړو چې له ټولنې څخه لرې پاتې شوی دی، نو بیا ځواب موندلی شو، دلته یوې پېښې ته اشاره کوو چې د هغې راپورونه مستند او حقیقی دی.
«په ۱۹۷۰ ز کال کې ټولنیزو مرسته کوونکو د لاس اینجلس په ښار کې یوه ځوانه نجلۍ وموندله چې اوس د «جینی» په نامه مشهوره ده. په هماغه وخت کې دا نجلۍ دیارلس کلنه وه. مور او پلار یې تر دغه مهاله پورې نوموړې په انزوا او ګوښی ځای کې لویه کړې وه، یعنې پرته له دې چې له دوی او یا له نورو سره تماس او اړیکې ولری. یواځې دومره خواړه یې ورکول چې مړه نه شی او ژوندۍ پاتې شی.
ارواپوهانو او ژبپوهانو په ډېرې علاقې سره هغه تر مراقبت او پالنې لاندې ونیوله او د هغې د ژبې وده یې تر دقیق نظر لاندې وه. جینی د ژبې د زده کړې په پیل کې په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ او له هماغه پړاو څخه تېره شوه چې یو ماشوم په عادی عمر کې د ژبې په زده کړه کې له هغه څخه تېرېږی.» ( ۵ )
د جینی د ژبې د زده کړې پرمختګ په پیل کې داسې ښکارېده چې د ژبې د زده کړې د حساسې دورې فرضیه یې باطله کړه، خو ډېر ژر حالاتو بدلون وکړ او د ژبې د زده کړې په برخه کې د جینی پرمختګ ودرېده.
که څه هم د ژبې د کلمو په حفظ او یادولو کې د جینی حافظه ښه وه او عقلی وده یې د رضایت وړ وه، خو د ژبې د نحوې د زده کړې په برخه کې چې په واقعیت کې د ژبې خلاقیت ور څخه منشأ اخلی، ډېره لږ وه، تر دې حده پورې چې له ساده ترکیبونو پرته یې د ژبې د جملو د جوړولو توان او ځواک نه درلود. د ژبې د زده کړې د حساسې دورې پلویان په دې عقیده دی چې د جینی پېښه له شک پرته د هغوی فرضیه تأییدوی. د هغوی په نظر د ټولې ژبې د زده کړې په ډګر کې د جینی ماتې، د جدی مراقبت او پالنې تر څنګ له دې امله وه چې په حساسه دوره کې یې ژبه نه وه زده کړې.
وروستنۍ څېړنې ښیی چې د دوو ژبو فعاله کېدل په مغز کې د ژبنی تحلیل اړونده برخه؛ لکه د بدن د نورو غړو په څېر، چې ورځ تر بلې د زیات وزن د پورته کولو په حال کې ده، ځواکمنه کېږی.
کوم کسان چې د څو ژبو په ویلو حاکم دی او د ورځې په جریان کې اړ کېږی چې څو ځله ژبه بدله کړی او د چټک بدلون په پایله کې سیسټمونه خپله چټکتیا او تیزوالی ښکاره کوی، داسې امکان لری چې نوموړی کس څو شېبې له خپل ورور سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړی او څه وخت وروسته له خپل همکار سره په بله ژبه وغږېږی. د یوې بلې څېړنې پر اساس کوم کسان چې په ژبو حاکم دی، کولای شی په ډېره چټکی سره له یوه فعالیت څخه بل فعالیت ته، خپل تمرکز بدل کړی.
ماشومان له زېږېدو څخه بیا د بلوغ تر عمره پورې له یوه نه تکرارېدونکی امتیاز څخه برخمن دی. نو د دې پر اساس والدینو ته په کار ده چې خپل ماشومان د ژبو زده کړې ته و هڅوی، د هغوی ملاتړ وکړی او هېڅکله یې هم مخه ونه نیسی، ځکه چې دا کار د دوی او د دوی د ماشومانو په ګټه نه دی.
پایله:
په حقیقت کې د زلمیتوب او نوې ځوانۍ په دوران کې د ژبې د زده کولو وخت نور تېر شوی دی. څوک چې له بلوغ څخه وروسته د ژبې زده کولو ته مخه کوی، تل د ژبو له یو ځای کېدو او ګډېدو سره مخامخ وی، ځکه چې دوه ژبې د یادولو په نا مناسب وخت کې زده شوې دی. دا تداخل زیاتره له لومړۍ ژبې څخه د دوهمې ژبې لوری ته وی. ډېر کله موږ او تاسو وینو کله چې یو چا تر ماشومتوب وروسته په لوی عمر کې دوه نورې ژبې زده کړې وې، یوه ژبه یې لومړۍ زده کړې وی او بیا یې ورپسې بله دوهمه ژبه زده کړې وی، کوم وخت چې غواړی په دوهمه ژبه خبرې وکړی، د لومړۍ ژبې لغتونه او کلمې په کې داخلوی او یا هم که چا له مورنۍ ژبې پرته له نوې ځوانۍ وروسته دوهمه ژبه زده کړې وی، بیا نو ډېر ځله د خپلې مورنۍ ژبې کلمې په کې ګډوی او ترېنه ویل کېږی. د ساری په توګه زما یو ملګری ؤ چې د مورنۍ ژبې تر څنګ یې دری هم زده وه خو د انګلیسی ژبې له څه نا څه زده کړې وروسته یې د روسی ژبې د زده کړې هڅه وکړه، کله چې د ماسترۍ په دوره کې د انګلیسی ژبې تقریری آزموینې ته وغوښتل شو، د ده له ارادې پرته د نوموړی په انګلیسی خبرو کې څو روسی کلمې ور داخلې شوې چې دا کار د انګلیسی د استاذ خوښ نه شو او حتی د نوموړی نومرې یې هم کمې کړې، له دې څخه دې پایلې ته رسېږو چې په نا مناسب وخت کې د څو ژبو زده کول همدا او دې ته ورته ستونزې زېږوی.
اوس که د دغې فرضیې په اساس د ښوونې او روزنې په رسمی سیسټم کې د بهرنۍ ژبې زده کړې او تدریس ته پام وکړو، متوجه کېږو چې په هېواد کې د عمر د کچې عامل د ژبې د زده کړې په برخه کې په پام کې نه دی نیول شوی. د بهرنۍ ژبې زده کړه بلوغ ته په نږدې وخت کې پیل کېږی چې په دې وخت کې د ژبې د زده کولو توانایی او ځواک مخ په کمېدو دی. البته په زیاترو خصوصی ښوونځیو کې بیا دې خبرې ته پام اوښتی دی او له لومړی ټولګی څخه یې بهرنۍ ژبه په نصابونو کې شامله کړې ده. دلته د بهرنۍ ژبې تر څنګ په پښتون مېشتو سیمو کې که د هېواد دوهمې رسمی ژبې دری ته په سمه توګه پام وشی او په تاجک مېشتو یا هغو سیمو کې چې وګړی یې په دری ژبه خبرې کوی او همدارنګه د نورو قومونو په سیمو کې بلې رسمی او ملی ژبې پښتو ته پام وشی، نو د ستونزو کچه به راټیټه شی او پر وخت به مو خپل مسؤولیت تر سره کړی وی. موږ چې اوس مهال له کوم مشکل سره هم مخامخ یو هغه دا دی چې په لومړنۍ دوره کې نه د بهرنۍ ژبې زده کړې او ښوونې ته پام کېږی او نه هم په ځانګړې توګه د رسمی ژبې په توګه پښتو ژبې ته سم پام شوی دی. همدا لامل دی چې یو کس له ښوونځی څه، کله چې له پوهنتون څخه فارغېږی، د پښتو ژبې زده کړه خو څه چې له ډېرو مشهورو او عامو کلمو سره یې هم آشنایی نه لری. کله چې په پوهنتون کې محصل وم، د یوه بل پوهنځی محصل د پښتو ژبې د زده کړې غوښتنه وکړه او ما هم ورسره د پښتو ژبې تدریس پیل کړ، حتی د سپرلی او منی یا خزان په معنا نه پوهېده. په داسې حال کې چې له ښوونځی څخه فارغ شوی ؤ او اوسمهال د پوهنتون محصل ؤ، نو د ژبې حساسې دورې ته باید د پوهنې وزارت، مور و پلار او مشران پام وکړی او هڅه وکړی چې په هماغه حساس وخت کې خپلو ماشومانو ته د خپلو رسمی ژبو تر څنګ یوه بهرنۍ او نړیواله ژبه چې انګلیسی ده او یا یونسکو له ژبو څخه یوه بله مهمه ژبه هم ور زده کړی او په دې توګه یې د علم او پوهې له سترې نړۍ سره آشنا کړی.
مأخذونه:
۱ ــ لودین، دولت محمد. د عمومی ژبپوهنې مسایل: جلال آباد، ختیځ خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۵ ل کال.
۲ ــ دوره حساس زبان آموزی، د خپرېدو نېټه: غویی/۲/۱۳۹۰ ل کال، لاسرسی:
[مراجعه: ۲۰/ چنګاښ/ ۱۳۹۸ ل کال].https://sychology.persianblog.ir
۳ ــ پورتنی مأخذ.
۴ ــ پورتنی مأخذ.
http://zabanamozi.blogfa.com۵ ــ روان شناسی ــ زبان آموزی، د خپرېدو نېټه: میزان/۲۳/۱۳۸۴ ل کال، لاسرسی:
[ مراجعه: ۲۹/ زمری/ ۱۳۹۸ ل کال].

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.