معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ژمي تر راتلو وړاندې به ۱۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ولېږدول شي

د ژمي تر راتلو وړاندې به ۱۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ولېږدول شي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې چې زر بې‌ ځایه شوې کورنۍ د ژمي له راسېدو مخکې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د دغه وزارت ویاند زیاته کړې، هوډ لري چې ۵ زره بې‌ ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته ولېږدوي، خو زر کورنۍ به له ژمې مخکې او څلور زره نورې به له ژمي وروسته خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د نوموړي په وينا د تېر کال په لړ کې تر ٦٥ زرو ډېرې کورنۍ خپلو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.

له دې سره هم مهاله یو شمېر بې‌ ځایه شوې کورنۍ چې خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي وايي، له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.

دغه کورنۍ له افغان حکومته غواړي چې په خپلو ولایتونو کې ځمکه ورکړي او سرپناه ورته برابره کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې ۳ میلیونه داخلي بې‌ ځایه شوي کورنۍ شتون لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس