کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، ټاکل شوې چې زر بې ځایه شوې کورنۍ د ژمی له راسېدو مخکې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شی.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړې، هوډ لری چې ۵ زره بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته ولېږدوی، خو زر کورنۍ به له ژمې مخکې او څلور زره نورې به له ژمی وروسته خپلو ولایتونو ته ولېږدول شی.
د نوموړی په وینا د تېر کال په لړ کې تر ۶۵ زرو ډېرې کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دی.
له دې سره هم مهاله یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ چې خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږی وایی، له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی.
دغه کورنۍ له افغان حکومته غواړی چې په خپلو ولایتونو کې ځمکه ورکړی او سرپناه ورته برابره کړی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې ۳ میلیونه داخلی بې ځایه شوی کورنۍ شتون لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ