د ژورنالیستانو د روان وضعیت په اړه د ګهیځ اعلامیه
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په ګران هېواد کې د ژورنالیستانو او لیکوالو د یوې خپلواکې او بې پرې ټولنې په توګه، د وروستیو مظاهرو او سیاسی کشمکشونو په ترڅ کې، خبریالانو او رسنیزو فعالانو ته زیان اوښتنه او د هغوی وهل ټکول یو ناسم او نا مناسب عمل ګڼی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې له ګرانو خبریالانو او رسنیزو فعالانو هیله لری چې د هېواد او حکومتی چارواکو روان بحرانی وضعیت درک او د هغې مطابق د اطلاع رسونې خپله مقدسه دنده ترسره کړی، د افغانستان د اسلامی ا.ما.ر.ت له محترمو امنیتی مسؤولینو هم هیله لری ترڅو د خپلو ژمنو مطابق د رسنیو او رسنیزو فعالانو د کار او فعالیت په جریان کې د هغوی د ځان او کاری وسایلو د ساتلو پوره کوښښ وکړی.
گهیځ