کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۰ نېټه):
په دغه راپور کې د یاد وزارت سرپرست ویلی، د تېر نظام پرمهال دریو هېوادونو ودانیزې پروژې تمویلولې، چې د نظام له بدلون سره یې دا تمویل بند کړ. نوموړی وایی، د دوی د هڅو په پایله کې چین او قطر د خپلو پروژو تمویل بیا پیل کړی او له هند سره هم خبرې روانې دی، چې لا یې افغان حکومت ته منفی یا مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د ښار او کور جوړولو سرپرست وزیر په ورته وخت کې زیاته کړې، چې په تېرو کلونو کې په کابل ښار کې ودانیز معیارونه په بشپړه توګه په پام کې نه دی نیول شوی، خو اوس دا چاره دوی جدی نیولې او تېر کال هېڅ داسې ودانۍ نه ده جوړه شوې، چې غیر معیاری وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ