ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایی، چې اسلامی امارت ښځو ته په سیاسی او اقتصادی برخو کې ونډې ورکولو ته ژمن دی.
هغه دغه راز ویلی، چې د ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه دوی ښځې له پامه نه شی غورځولی او په وینا یې هغوی حق لری، چې د سیاست او اقتصاد په ګډون د ژوند پر هر ډګر کې فعاله ونډه ولری.
ستانکزی دا څرګندونې د «اختر بازار» په نوم د یوه نندارتون د پرانستې پر مهال وکړې.
نوموړی د نجونو د تړلو ښوونځیو مسلې ته په اشارې وویل، چې دمګړۍ د هېواد په ځینو برخو کې د نجونو پر مخ ښوونځی تړل شوی او پاتې ښوونځی به د تخنیکی ستونزو تر هواری وروسته پرانیستل شی.
له دې سره هممهال، پخوانی افغان ولسمشر، حامد کرزی، بیا له حکومته غوښتی، چې د نجونو ټول ښوونځی سم له واره پرانېزی.
د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایې هیڅوک د افغان میرمنو او نجونو د حقونو له ورکړې انکار نشی کولی.
گهیځ