کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د ټولګټو چارو وزارت وایې چې د کابل – جلال آباد لویه لار، تېره شپه د کابل دروازې د سیمې په درې کیلومترۍ کې د غره ښویېدنې له امله د هر ډول ترافیکو پرمخ بنده شوې ده.
په هغه خبر پاڼه کې چې د دغه وزارت د ویاند له دفتر څخه رسنیو ته رسیدلې ویل شوی دی چې د ټولګټو وزارت سرپرست الحاج ملا محمد عیسی ثانی، نن سهار یادې سیمې ته تللی او د لویې لارې دغه زیانمنه شوې برخه یې له نژدې کتلې ده.
د وزارت په خبر پاڼه کې راغلی چې د غره ښویدنې تر اوږده مهاله دوام درلود ځکه نو وزیر د کابل ولایت د ټولګټو چارو او د دغه وزارت د زیان منونکو نقطو ریاست ته د بلې بدیلې لارې د فعالولو لارښوونه وکړه.
په خبر پاڼه کې همدا رنګه راغلی چې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر همدارنګه د کورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونو له تخنیکی ټیمونو څخه هم د مرستی غوښتنه کړې؛ تر څو ژر تر ژره د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ لپاره بدیله لار جوړه شی.
همدارنګه د خبر پاڼې تر مخه د ټولګټو چارو وزیر له اړونده تخنیکی ټیمونو غوښتی تر څو له غره څخه راښویېدلې خاورې او ډبرې پاک کاری او یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزی.
په خبر پاڼه کې د ټولګټو چارو وزارت، له ټولو هېوادوالو او موټر چلونکو غوښتنه کړې ترڅو د مسافرو د ځانی او مالی خوندیتوب لپاره د دغه وزارت تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لویه لار تګ راتګ ونکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ