معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل – جلال اباد دوهم سړک چارې به ډېر ژر پیل شي

د کابل – جلال اباد دوهم سړک چارې به ډېر ژر پیل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل والي د کانونو او ټولګټو وزارتونو له مسوولینو سره په کتنه کې د کابل – جلال اباد د بدیلې لویې لارې دوهم سړک د بیارغولو چارو د پیل په اړه خبرې کړي.

د خبر پر بنسټ، په دې اړه غونډه کې د ولایت مقام په مشرۍ درې کسیز پلاوی ټاکل شوی، څو د یاد سړک ارزونه وکړي.

د کابل – جلال اباد دوهم سړک چې لته بند له سروبي سره نښلوي، په بنسټیز ډول نه وو رغول شوی او ځینې برخې یې بېرته له منځه تللې دي.

په دې غونډه کې اړوندو ریاستونو ته لارښوونه شوې، چې ژر تر ژره د یاد سړک د بیارغولو چارې پیل کړي.

هېره دې نه وي چې د کابل ـ جلال آباد دوهم سړک د ټولګټو، کانونو او پټرولیم وزارتونو له لوري د یوه کان په بدل کې رغول کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس