د کابل – جلال اباد دوهم سړک چارې به ډېر ژر پیل شی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل والی د کانونو او ټولګټو وزارتونو له مسوولینو سره په کتنه کې د کابل – جلال اباد د بدیلې لویې لارې دوهم سړک د بیارغولو چارو د پیل په اړه خبرې کړی.

د خبر پر بنسټ، په دې اړه غونډه کې د ولایت مقام په مشرۍ درې کسیز پلاوی ټاکل شوی، څو د یاد سړک ارزونه وکړی.

د کابل – جلال اباد دوهم سړک چې لته بند له سروبی سره نښلوی، په بنسټیز ډول نه وو رغول شوی او ځینې برخې یې بېرته له منځه تللې دی.

په دې غونډه کې اړوندو ریاستونو ته لارښوونه شوې، چې ژر تر ژره د یاد سړک د بیارغولو چارې پیل کړی.

هېره دې نه وی چې د کابل ـ جلال آباد دوهم سړک د ټولګټو، کانونو او پټرولیم وزارتونو له لوری د یوه کان په بدل کې رغول کیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.