کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال د کابل – شانګهای هوایی دهلېز پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادی مرستیال په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې له هغو هېوادونو مننه وکړه، چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادی او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دی او له افغان سوداګرو سره ښه چلند کوی.
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال همدارنګه وویل، چې د یوه هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی او په افغانستان کې اوسمهال سرتاسری امنیت تأمین شوی.
نوموړی په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ