کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – جلال آباد د دوهم لین سړک د لومړی فاز اول لاټ چارې د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال د ټولګټو چارو د سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
اقتصادی مرستیال له خلکو غوښتی، چې د دغې پروژې د پلې کېدو پر مهال له اړوند شرکت او سرپرست حکومت سره همکار پاتې شی.
د نوموړی په خبره د دغه سړک جوړېدو سره به خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره او دغه راز د پام وړ اسانتیاوې به رامنځته شی.
د دغه سړک چارو د پیل خبر ولسونه د دغې لارې جوړېدو لپاره هیله مند کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ