کابل/ګهیځ نیوز(چهارشنبه د لیندۍ ۹ مه):
نن سهار۵:۰۰ بجې د قرغیو ولسوالۍ، اړوند د اووم ۷ نمبر شاهراه لویې لارې د کاکڅ په سیمه کې یوه کرولا ټوډی موټر له عمومی سړک څخه د تېرېدو په حال کې ؤ، چې له یوې ونې سره یې ټکر وکړ، موټر چلوونکی هجرت الله پکې مړ او همدا راز د سپرلۍ شپږ تنه نور ټپیان شول.
چی د یوې کورنۍ غړی او د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، ټپیان د شاهراه قوماندانۍ امنیتی منسوبینو له خوا روغتون ته انتقال شوی د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1
گهیځ