کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید په تور نیول شوی محمد شریف الله د امریکا ویرجینیا ایالت په محکمه کې محاکمه کیږي.
د راپور له مخې، که محکمه محمد شریف الله ته د تورونو ثبوت ومومي، ښايي هغه ته د عمر بند سزا ورکړي.
نوموړی د داعـ ش ډلې غړی بلل شوی، چې د تخلیې عملیاتو پر مهال یې د یو ځانمرګي برید له لارې ۱۳ امریکايي سرتیري او ګڼ شمېر افغانان له امله وژل شوي وو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په کانګرس کې ویلي، چې محمد شریف الله د پاکستان په مرسته نیول شوی او امریکا ته سپارل شوی دی.
بل لور د المرصاد په نوم یوې تحقیقاتي ادارې ویلي، چې محمد شریف الله د برید اصلي طراح نه دی، خو پاکستان د نوموړي په نیولو او امریکا ته په سپارلو خپل سیاسي امتیازات ترلاسه کولو هدف و.
په ورته مهال د افغان حکومت ویاند ذبـ ـیح الله مـ ـ ـجاهد ویلي، د پاکستان له خاورې د داعش غړو نیول دا ثابتوي، چې یاد هېواد لا هم د داعش مرکزونه او پټنځایونه لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/