د کابل هوایی ډګر د برید په تور نیول شوی کس امریکا کې محاکمه کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د کابل نړیوال هوایی ډګر د ۲۰۲۱ کال د خونړی برید په تور نیول شوی محمد شریف الله د امریکا ویرجینیا ایالت په محکمه کې محاکمه کیږی.

د راپور له مخې، که محکمه محمد شریف الله ته د تورونو ثبوت ومومی، ښایی هغه ته د عمر بند سزا ورکړی.

نوموړی د داعـ  ش ډلې غړی بلل شوی، چې د تخلیې عملیاتو پر مهال یې د یو ځانمرګی برید له لارې ۱۳ امریکایی سرتیری او ګڼ شمېر افغانان له امله وژل شوی وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په کانګرس کې ویلی، چې محمد شریف الله د پاکستان په مرسته نیول شوی او امریکا ته سپارل شوی دی.

بل لور د المرصاد په نوم یوې تحقیقاتی ادارې ویلی، چې محمد شریف الله د برید اصلی طراح نه دی، خو پاکستان د نوموړی په نیولو او امریکا ته په سپارلو خپل سیاسی امتیازات ترلاسه کولو هدف و.

په ورته مهال د افغان حکومت ویاند ذبـ ـیح الله مـ ـ ـجاهد ویلی، د پاکستان له خاورې د داعش غړو نیول دا ثابتوی، چې یاد هېواد لا هم د داعش مرکزونه او پټنځایونه لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.