معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل هوایي ډګر اویا سلنه تخنیکي برخې بېرته فعالې شوي:

د کابل هوایي ډګر اویا سلنه تخنیکي برخې بېرته فعالې شوي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کابل هوايي ډګر د زیانمنو شویو تخنیکي برخو څخه د اویا سلنې برخو د بېرته فعال کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت چارواکو ویلي، د قطر د تخنیکي ډلې په همکارۍ یې یادې برخې بېرته ترمیمې کړي دي. د وزارت د سرپرست د څرګندونو پر بنسټ، اوسمهال د کابل له هوايي ډګره د ورځې څه باندې ۳۰ الوتنې کیږي.
په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست غلام جیلاني وفا زیاته کړې چې د افغانستان له فضا د ورځې ۸۰ تر ۱۲۰ الوتنې کیږي؛ خو تر اوسه هغه مرکزیت چې د ساحوي الوتنو تېرېدل کنټرول کړي، فعال نه دی. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، اوس په هېواد کې ۲۶ هوايي ډګرونه فعال دي چې له دې منځه په پنځو هوايي ډګرونو کې نړیوالې الوتنې کیږي.
د جمهوریت تر سقوط وروسته د افغانستان د هوایي ډګرونو ډېره برخه د امریکایي ځواکونو له لوري ویجاره شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس