کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۷):
د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د کابل هوایی ډګر د زیانمنو شویو تخنیکی برخو څخه د اویا سلنې برخو د بېرته فعال کېدو خبر ورکوی.
د دغه وزارت چارواکو ویلی، د قطر د تخنیکی ډلې په همکارۍ یې یادې برخې بېرته ترمیمې کړی دی. د وزارت د سرپرست د څرګندونو پر بنسټ، اوسمهال د کابل له هوایی ډګره د ورځې څه باندې ۳۰ الوتنې کیږی.
په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت سرپرست غلام جیلانی وفا زیاته کړې چې د افغانستان له فضا د ورځې ۸۰ تر ۱۲۰ الوتنې کیږی؛ خو تر اوسه هغه مرکزیت چې د ساحوی الوتنو تېرېدل کنټرول کړی، فعال نه دی. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، اوس په هېواد کې ۲۶ هوایی ډګرونه فعال دی چې له دې منځه په پنځو هوایی ډګرونو کې نړیوالې الوتنې کیږی.
د جمهوریت تر سقوط وروسته د افغانستان د هوایی ډګرونو ډېره برخه د امریکایی ځواکونو له لوری ویجاره شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ