معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل پروني بریدونه په پراخه کچه غندل شوي

د کابل پروني بریدونه په پراخه کچه غندل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( دلیندۍ ۱۲مه ۱۴۰۱)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په ګډون په کور دننه او بهر د کابل پرونۍ پېښې غندل شوي دي. یوناما په یوه ټویټ کې پر دغو پېښو خواشیني ښودلې او په کې ژوبلو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې.
همدارنګه پخواني ولسمشر حامدکزي، ډاکټر عبدالله، فاروق وردګ، ضیاء الحق امرخیل او ګن شمېر نورو پخوانیو چارواکو هم دغه پېښې غندلي دي.
تېره ورځ د جمعې لمانځه مهال لومړی د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هستوګنځي او دفتر ډله ییز وسلوال برید وشو، چې ورپسې مازیګر مهال بیا کابل کې بلې ډلې وسلوالو بریدګرو د پاکستان د سفارت مشر ډیپلومات په نښه کړ.
د حکمتیار پر دفتر شوي برید کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دی. بل لور بیا د پاکستان سفارت پر مشر ډیپلوماټ باندې برید کې یو تن ژوبل شوی دی.
د پاکستان د سفارت پر مشر ډیپلومات تر برید وروسته د بهرنیو چارو سر پرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او نوموړي ته یې پر دغې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړه.
د دغو بریدونو مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس