د کابل پرونی بریدونه په پراخه کچه غندل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( دلیندۍ ۱۲مه ۱۴۰۱)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په ګډون په کور دننه او بهر د کابل پرونۍ پېښې غندل شوی دی. یوناما په یوه ټویټ کې پر دغو پېښو خواشینی ښودلې او په کې ژوبلو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې.
همدارنګه پخوانی ولسمشر حامدکزی، ډاکټر عبدالله، فاروق وردګ، ضیاء الحق امرخیل او ګن شمېر نورو پخوانیو چارواکو هم دغه پېښې غندلی دی.
تېره ورځ د جمعې لمانځه مهال لومړی د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار هستوګنځی او دفتر ډله ییز وسلوال برید وشو، چې ورپسې مازیګر مهال بیا کابل کې بلې ډلې وسلوالو بریدګرو د پاکستان د سفارت مشر ډیپلومات په نښه کړ.
د حکمتیار پر دفتر شوی برید کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دی. بل لور بیا د پاکستان سفارت پر مشر ډیپلوماټ باندې برید کې یو تن ژوبل شوی دی.
د پاکستان د سفارت پر مشر ډیپلومات تر برید وروسته د بهرنیو چارو سر پرست وزیر امیر خان متقی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره ټیلیفونی خبرې وکړې او نوموړی ته یې پر دغې پېښې ژوره خواشینی څرګنده کړه.
د دغو بریدونو مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.