د کابل پغمان کې د وړمې شپې اورلګېدنې شپږ تنه مړه او نهه نور ژوبل کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلی، چې د کابل د پغمان ولسوالۍ په کلا حیدرخان سیمه کې د وړمې شپې اورلګېدنې ځانی او مالی زیانونه اړولی.

د یادې ادارې رییس ویلی، دغه پېښه کې ۶ تنو ژوند بایللی او ۹ تنه نور په کې ژوبل شوی دی.

د هغه په وینا، د اور د خپرېدو مخه نیول شوې او د دې پېښې له امله د اوښتو مالی زیانونو د معلومولو لپاره د پلټنې سروې پیل شوې ده.

د مسوولینو په وینا د پلټنې سروې تر بشپړېدو وروسته به زیان لیدونکو سره لازمې مرستې ترسره شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.