کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له لوري د کابل په انتاني او افغان- جاپان روغتونونو کې د دوه تشخیصیه مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
په دغو روغتونونو کې د CTسکن ماشینونو د نصبولو چارې هم پیل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره د يادو پروژو د چارو پر بشپړېدو شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د جایکا او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ به په راتلونکو دریو مياشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړولو بودیجه ځانګړې شوې، چې د جوړولو چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/